۰

حزب اسلامي د سولې په اړه د حامد کرزي هلې ځلې وستایلې

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۲۵
په کابل کې د حزب اسلامي پلاوي د سولې په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ستاینه وکړه او کرزي هم د سولې له پروسې سره د اسلامي حزب پر یو ځای کېدو خوښي څرګندنه کړې.
حزب اسلامي د سولې په اړه د حامد کرزي هلې ځلې وستایلې
په کابل کې د حزب اسلامي پلاوي د سولې په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ستاینه وکړه او کرزي هم د سولې له پروسې سره د اسلامي حزب پر یو ځای کېدو خوښي څرګندنه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د محمد امین کریم په مشرۍ کابل کې د حزب اسلامي پلاوی تېره ورځ د حامد کرزي دفتر ته ورغلی او له هغه سره یې لیدلي.
د غه پلاوي له کرزي څخه د مننې تر څنګ نوموړي ته یې د حکمتیار له لوري رسماً په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې په نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړې د وروستي لاسلیک په موخه جوړېږي.
کرزي د ګلبدین حکمتیار له بلنې په مننې، له سولې پروسې سره د حزب اسلامي له یو ځای کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې په هېواد کې د سولې او آرامۍ لپاره ګټور ګام وباله.
ښاغلي کرزي ویلي، افغانان هره ورځ د پردیو د ګټو په موخه وژل کېږي نو پکار ده، چې ټول مشران په اتحاد او اتفاق د دغه ناورین مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا ته به ارګ کې د ولسمشر غني او د اسلامي حزب د مشر حکمتیار له خوا د سولې پر تړون لاسلیک وشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین