۰
د والیانو ټولنه:

یو شمېر سفارتونه د حکومت په چارو کې لاسوهنې کوي

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۱۹
د افغانستان د واليانو ټولنه وايي، يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چاروکې لاسوهنې کوي.
یو شمېر سفارتونه د حکومت په چارو کې لاسوهنې کوي
د افغانستان د واليانو ټولنه وايي، يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چاروکې لاسوهنې کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې خوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې فغانستان د تاريخ په اوږدو کې د يوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه پاتې شوى او د نړۍ له نورو دولتونو سره يې د متقابل احترام د اصل پر اساس اړيکې تنظيم کړې دي.
خو په وینا یې له بده مرغه په دې وروستيو کې يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چارو کې لاسوهنې کوي.
خبرپاڼه وايي، دغه لاسوهنه د حکومت د لوړ پوړو ملکي او نظامي مامورينو د عزل او نصب تر بريده رسېدلې ده او همدا سفارتونه دي چې د حکومت د مامورينو په مقررۍ او منفکۍ کې ښکاره مداخله کوي.
که څه هم دوی د کوم هېواد یا سفارت نوم نه دی یاد کړی خو اندېښنه یې څرګنده کړې، چې دا کار د هېواد خپلواکي او ازادي تر پوښتنې لاندې راولي، د حکومت سياسي اعتبار زيانمنوي او د حکومت او نړيوالې ټولنې پر ضد ولسي حساسيتونه راپاروي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین