۰
سرچینې:

ولسمشر غني او حکمتيار سبا د سولې پر تړون لاسلیک کوي

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۱۳
حکومت ته نېږدې سرچینې وايي، ټاکل شوې سبا ته ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د سولې پر تړون لاسلیک وکړي.
ولسمشر غني او حکمتيار سبا د سولې پر تړون لاسلیک کوي
حکومت ته نېږدې سرچینې وايي، ټاکل شوې سبا ته ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د سولې پر تړون لاسلیک وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې حکومت ته یوې نېږدې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۸مه به په ارګ کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شي.
د سرچینې په خبره ولسمشر غني به په ارګ کې د یادې غونډې په ترڅ کې د سولې تړون لاسلیک کړي خو حکمتیار به له یوه نامعلوم ځای څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر تړون لاسلیک وکړي.
سرچینې دا هم ویلي، چې په ارګ کې جوړېدونکې غونډه کې به تر زرو پورې کسان ګډون کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې به په لوړ پوړو حکومتي او دولتي مشرانو، سربېره پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جهادي او سیاسي مشران او د حزب اسلامي سلګونه پلویان وکړي.
په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حزب اسلامي پلاوي کرزي ته په یادو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
باید وویل شي، چې د حکومت او اسلامي حزب د استازو تر منځ د سولې تړون تېره پنشنبې په کابل کې لاسلیک شو، چې د یو شمېر هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې خوا یې هم هرکلی وشو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین