۰

د واغذ ولسوالۍ امنیه قومندان له دوو ساتونکو سره ټپي شو

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۰۳
امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د واغذ ولسوالۍ امنیې قومندان له خپلو دوه ساتونکو سره د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.
د واغذ ولسوالۍ امنیه قومندان له دوو ساتونکو سره ټپي شو
امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د واغذ ولسوالۍ امنیې قومندان له خپلو دوه ساتونکو سره د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا لس بجې د یادې ولسوالۍ اړوند په کابلو سیمو کې رامنځ ته شوې.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند فهیم امرخېل وايي، د ولسوالۍ د امنیې قومندان لومړی څارن سمېع الله په یاد سیمه کې د ګزمې په حال کې و، چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې امنیه قومندان له دوو ساتونکو سره برسېرن ټپي شوی او له لومړۍ درملنې وروسته بېرته ولسوالۍ ته ستون شوی دی.
د چاودنې مسؤولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې د واغذ ولسوالۍ د امنیې قومندان د مرستیال په ګډون ۵ پولیس سرتېري وژل شوي دي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین