۰
کایل پيټرز:

نړیوال بانک د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی

دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۴
نړیوال بانک له افغانستان څخه د پراخ ملاتړ اعلان وکړ او وايي دوی به په دې حساسو شېبو کې افغانستان یوازې پرېنږدي.
نړیوال بانک د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی
نړیوال بانک له افغانستان څخه د پراخ ملاتړ اعلان وکړ او وايي دوی به په دې حساسو شېبو کې افغانستان یوازې پرېنږدي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د نړیوال بانک څانګې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د بانک د مرستیال کایل پیټرز له قوله راغلي، چې دوی په دې حساسو شېبو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ ته بې یې دوام ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نړیوال بانک د همدې ملاتړ په لړ کې له کاسا زر پروژې سره ۳۱۶،۵ میلیونه ډالره بلاعوضه مرسته هم منظور کړې ده.
پټرز وايي، نړیوال بانک په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو قدردانی کوي.
خوټینګار یې کړی، چې افغان حکومت باید تر بروکسل کنفرانس وروسته هم خپل مسؤلیتونه په ښه توګه پر ځای کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین