۰

پاکستاني سوداګریز موټر نور تر تورخم دېخوا نشي راتلای

دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۸
د ننګرهار چارواکي وايي، له دې وروسته به پاکستاني سوداګر په خپلو موټرو کې خپل سوداګريز توکي د افغانستان نورو برخو ته نه شي لېږدولی.
پاکستاني سوداګریز موټر نور تر تورخم دېخوا نشي راتلای
د ننګرهار چارواکي وايي، له دې وروسته به پاکستاني سوداګر په خپلو موټرو کې خپل سوداګريز توکي د افغانستان نورو برخو ته نه شي لېږدولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلي، دغه پرېکړه د ګمرک رياست له سوداګرۍ خونې سره يو ځاى کړې ده.
خوږیاڼی زیاتوي، چې د دې پرېکړې له مخې پاکستاني بار وړونکي موټر یوازې تر تورخم ښارګوټي پورې خپل سوداګريز توکي راوړلى شي.
دی وايي، له تورخم ښارګوټي به د پاکستان سوداګريز توکي د افغانستان نورو ولايتونو ته په افغاني بار وړونکي موټرو کې لېږدلو کېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ګمرک مسولينو ویلي، چې د ترانسپورت وزارت او سوداګرۍ خونې مسوولينو هم ور سره هوکړه کړې، چې سوداګريز توکي له پاکستاني موټرو په تورخم ښارګوټي کې ښکته او تر هغې وروسته یې په افغاني موټرو کې نورو ولایتونو ته ولېږدوي.
افغانستان دا پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو موټرو کې توکي د پاکستان له لارې هندوستان يا د دغه هېواد نورو سيمو ته ولېږدوي.
باید وویل شي، ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې خبردارۍ ورکړی و، چې که پاکستان د افغان سوداګرو مالونه هندوستان ته پرېنږدي، افغانستان به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.
جمهور آژانس: ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین