>> جمهور - امریکا د ترکيې مخالفو وسله والو ډلو ته وسلې ورکړې
 
۰
اردوغان:

امریکا د ترکيې مخالفو وسله والو ډلو ته وسلې ورکړې

شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۶
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي امریکا د ترکیې مخالفو کردي ډلو ته دوې الوتکې وسلې ورکړې دي او دا کار یې یو ستر خیانت بللی.
امریکا د ترکيې مخالفو وسله والو ډلو ته وسلې ورکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي امریکا د ترکیې مخالفو کردي ډلو ته دوې الوتکې وسلې ورکړې دي او دا کار یې یو ستر خیانت بللی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اردوغان دغه څرګندونې تېره شپه له بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.
اردوغان زیاته کړې چې یاده ډله د ترکیې له حکومت سره په جګړه
ښاغلي ارودغان په خپلو خبرو کې ویلي«دا نو ستر خیانت دی چې امریکا د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د کردستان مدافعینو ته چې ترکیه دوی د ترهګرو په نوم پېژني په سوریه کې وسلې ورکوي.»
کې ده او امریکا دوی ته ډول ډول سپکې او درنې وسلې کوزې کړې دي.
د اردوغان په وینا د ترهګرو ډلو پر وړاندې ۶۰ هېوادونو ائتلاف کړی دی خو امریکا بیا له دوی سره په مبارزه کې توپيري چلند کوي.
ښاغلي ارودغان په خپلو خبرو کې ویلي«دا نو ستر خیانت دی چې امریکا د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د کردستان مدافعینو ته چې ترکیه دوی د ترهګرو په نوم پېژني په سوریه کې وسلې ورکوي.»
ده ویلي امریکا یو بل ناکام سیاست هم پر مخ وړي چې غواړي ترهګرې ډلې د یو بل پر وړاندې ودروي.
نوموړی وايي، که داعش ډله ترهګره ده پي ک ک هم ترهګر دي، نو نه باید پي ک ک ته د دې لپاره وسلې ورکړل شي چې داعشیان وځپي.
خو امریکا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین