۰

عوامي نشنل ګوند د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه جوړه کړې ده

شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۱
په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفندیار والي خان په امر د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کمیټه جوړه کړې.
عوامي نشنل ګوند د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه جوړه کړې ده
په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفندیار والي خان په امر د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کمیټه جوړه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغې کميټې دنده دا ده، چې د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات راټول کړي او پر حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره فشار راوړي.
د یاد ګوند یو تن غړی افراسياب خټک وايي، د کميټې جوړولو موخه پاکستان حکومت ته د افغان کډوالو د ستونزو په اړه اصلاحي مشورې ورکول دي.
دی زیاتوي، چې د ستونزو لپاره د بېلو کميټیو جوړيدو مقصد يو دی او هغه دا چې په خبره يې د کډوالو ستونزې حل شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې تحریک انصاف ګوند هم ورته یوه کمېټه جوړه کړې وه، خو له هغې سره سره تر ډېورنډ پورې غاړې افغان کډوال په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا له ډول ډول ستونزو او کړاونو سره مخ دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین