۰

د اروزګان د امنیت آمر او امنیه قومندان له دندو ګوښه شوي

شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۱
چارواکي وايي، د اروزګان ولایت امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه شوي او کابل ته غوښتل شوي دي.
د اروزګان د امنیت آمر او امنیه قومندان له دندو ګوښه شوي
چارواکي وايي، د اروزګان ولایت امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه شوي او کابل ته غوښتل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ویلي، د صمیمي پر ځای سیداقا ثاقب د اروزګان د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
ثاقب تر دې مخکې د کندهار او هرات د امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کړې.
د روزګان ګوښه شوی امنیه قومندان ویس صمیمي خپل شپږ میاشتنی ماموریت بریالي او له لاسته راوړونو ډک بولي، خو د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادمزی بیا وایي، ویس صمیمي د ناسم مدیریت له کبله کابل ته غوښتل شوی دی.
ده زیاته کړې، چې د اروزګان د اوسني وضعیت مسوول هم همدغه امنیه قومندان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي وسله والو طالبانو یو ځل بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ د نیولو له پاره بریدونه تېز کړي دي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین