۰
همدرد:

حکمتیار کابل ته راځي او د اسلامي حزب ټولې ډلې سره یو ځای کوي

شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۸
د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړی جمعه خان همدرد وايي تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د دغه ګوند ټولې ډلې به سره یو ځای کړي.
حکمتیار کابل ته راځي او د اسلامي حزب ټولې ډلې سره یو ځای کوي
د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړی جمعه خان همدرد وايي تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د دغه ګوند ټولې ډلې به سره یو ځای کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې همدرد زیاتوي، چې اسلامي حزب د سیاسي فعالیت له پاره د ګوند ټولې ډلې سره یو ځای کوي او د یوې واحدې رهبرۍ له لارې به سیاسي فعالیتونه کوي.
د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی جمعه خان همدرد وایي، د حکمتیار په راتګ سره به په کور د ننه د اسلامي حزب ترنامه لاندې ټولې سیاسي ډلې او افراد منسجم او د یوې واحدې رهبرۍ له لارې به سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي په هیواد کې د بهرنیو مداخلو د مخنیوي او پر افغانانو د تپل شوې جګړې د پای ته رسېدو لپاره په طالبانو غږ کوي چې د سولې بهیر ته ورګډ او له جګړې لاس واخلي.
د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي وایي، له نړیوالې ټولنې یې ډاډ ترلاسه کړی چې د حکمتیار نوم به له تور لیست لرې او په هیواد کې به د ازاد سیاسي فعالیت اجازه ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې توافق لاسلیک شو، چې د نړیوال هرکلي سره مخ شو.
حزب اسلامي له افغان حکومت سره دغه هوکړه لیک د سولې په لور مهم ګام بولي او له طالبانو غوښتنه کوي چې له بهرنيو مداخلو څخه د خلاصون لپاره دې مذاکراتو ته را وړاندې شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین