۰

امریکا د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک هر کلی وکړ

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۷
امریکا د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړې هر کلی کړی دی او پر نورو وسله والو ډلو یې هم غږ کړی، چې د سولې لار خپله کړي.
امریکا د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک هر کلی وکړ
امریکا د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړې هر کلی کړی دی او پر نورو وسله والو ډلو یې هم غږ کړی، چې د سولې لار خپله کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، امریکا په افغانستان کې د سولې د ټولو هغو خبرو ملاتړ کوي چې په دې هېواد کې جګړه ختمولی شي.
سرچینې زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې ټولې ښکېلې ډلې خپلې موخې د خبرو له لارې تر لاسه کړي او جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي.
په خبرپاڼه کې راغلي امریکا د ټولو هغو خبرو هر کلی کوي چې په هغه کې د مېرمنو حقوقو ته درناوی وي، د افغانستان اساسي قانون منل شوی وي، پر ولسواکۍ ټينګار وي او د بیان ازادي محدوده نه شي.
باید وویل شي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه لیک نن لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د حکومت له خو د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اسلامي حزب له خوا انجینر محمد کریم امین او د سولې د عالي شورا پیر سید احمد ګیلاني له خوا لاسلیک شو.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې د دغه هوکړه لیک له مخې دواړه خواوې ژمنې دي، چې د اساسي قانون، ټولو آزادیو او ملي حاکمیت رعایت به کوي.
اتمر زیاته کړه، چې ډېر ژر به دغه تړون د وروستۍ لاسلیک له پاره ولسمشر غني او د اسلامي حزب مشر حکمتیار ته ولېږل شي او د هغو تر لاسلیک کولو وروسته به نافذ شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین