۰
اتمر:

ملګري ملتونه دې د حزب اسلامي پر مشر او رهبرۍ تعزیرات لرې کړي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۴
د افغانستان د ملي امنیت سلاګار د ملګرو ملتونو له شورا او په تېره بیا د دغه شورا له پنځو دایمي غړو غوښتنه وکړه، چې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه ګوند د رهبرۍ شورا پر غړو لګېدلي تعزیرات لرې کړي.
ملګري ملتونه دې د حزب اسلامي پر مشر او رهبرۍ تعزیرات لرې کړي
د افغانستان د ملي امنیت سلاګار د ملګرو ملتونو له شورا او په تېره بیا د دغه شورا له پنځو دایمي غړو غوښتنه وکړه، چې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه ګوند د رهبرۍ شورا پر غړو لګېدلي تعزیرات لرې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د خبرو د تړون تر لاسلیک وروسته وکړې.
نوموړي د ملګرو ملتونو په تېره بیا د دغه شورا له پنځو دایمي غړو، امریکا، روسيې، چین، انګلستان او فرانسې مننه وکړه، چې د افغان حکومت او اسلامی حزب تر منځ د سولې خبرو څخه یې هر کلی
ښاغلي اتمر وویل«تاسو ته خارجیانو ویل، چې افغان حکومت سولې ته صادق نه دی او سوله نه در سره کوي، خو نن موږ دغه ادعا غلته ثابته کړه، موږ نن له حزب اسلامي سره د سولې تړون په لاسلیک ثابته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او هر وخت سوله کوي، اوس که په تاسو کې ريښتونولي وي، رامخ ته شوی او ثابته کړی، چې سوله کوۍ، موږ د سولې د عالي شورا دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي، راشۍ لکه څنګه مو چې د اسلامي حزب سره سوله وکړه، دغه ډول ستاسو سره هم سوله کوو.»
او ملاتړ وکړ.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د ملګرو ملتونو ټولنې د دغه سولې په برخه کې له افغان حکومت سره ډېره مرسته کړې او حکومت هم ترې مننه کوي.
ده زیاته کړه، چې د سولې د خبرو له پیل سره حکومت له بین المللي همکارانو وغوښتل، چې دا بین الاافغاني مذاکرت دي او دوی باید په کې لاس وهنه ونه کړي.
د ښاغلي اتمر په خبره چې ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول د دغه شورا پنځو دایمي غړو د دغه بین الاافغاني خبرو اترو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې که چېرې حکومت او اسلامي حزب توافق ته ورسېږي، دوی به پر اسلامي حزب لګېدلي تعزیرات لرې کوي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«زه نن په بین المللي همکارانو غږ کوم او ترې غواړم، چې خپله کړې ژمنه پوره کړي، موږ نن د سولې بین الاافغاني تړون لاسلیک کړ، له تاسو غواړو، چې خپله ژمنه پوره کړی او مرسته راسره وکړی، زه ډاده چې تاسو به د افغان ولس تر څنګ ودرېږۍ.»
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر د دې غونډې پر مهال یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د اسلامي حزب په شان د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي لار خپله کړي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې صادق دی او په وینا یې اوس وار د تاسو(طالبانو) دی، چې خپل صداقت ښکاره کړی.
ښاغلي اتمر وویل«تاسو ته خارجیانو ویل، چې افغان حکومت سولې ته صادق نه دی او سوله نه در سره کوي، خو نن موږ دغه ادعا غلته ثابته کړه، موږ نن له حزب اسلامي سره د سولې تړون په لاسلیک ثابته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او هر وخت سوله کوي، اوس که په تاسو کې ريښتونولي وي، رامخ ته شوی او ثابته کړی، چې سوله کوۍ، موږ د سولې
د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته وویل«راشۍ هغه څه مو چې د اسلامی حزب سره ومنل له تاسو سره یې هم منو.»
د عالي شورا دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي، راشۍ لکه څنګه مو چې د اسلامي حزب سره سوله وکړه، دغه ډول ستاسو سره هم سوله کوو.»
هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې د پاکستانیانو او خارجیانو له منګولو ځان خلاص کړي، د افغانستان اساسي قانون رعایت کړي او د سولې لار خپله کړي.
د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته وویل«راشۍ هغه څه مو چې د اسلامی حزب سره ومنل له تاسو سره یې هم منو.»
باید وویل شي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ له تېرو دوه کلونو راهیسې د سولې خبرې اترې روانې وې، چې نن پای ته ورسېدې او د دواړو لورو له خوا د سولې تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه تړون تر لاسلیک وروسته وویل، چې یاد موافقه لیک به ډېر ژر د افغان ولسمشر او اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین