۰

د افغانستان، هند او امريکا درې اړخيزه غونډه جوړه شوه

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۲
د ملګرو ملتونو د ٧١ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان، امريکا او هندوستان درې اړخيزه غونډه وشوه او په کې له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه ټینګار وشو.
د افغانستان، هند او امريکا درې اړخيزه غونډه جوړه شوه
د ملګرو ملتونو د ٧١ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان، امريکا او هندوستان درې اړخيزه غونډه وشوه او په کې له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه ټینګار وشو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي، په کابل کې د هند سفير منپريت وهرا ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ‌ځانګړي استازي ريچارډ اولسون ګډون کړى وو.
سرچینه زیاتوي، چې درې واړو هېوادونو د افغانستان او سيمې د سولې ، ثبات او د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې ټولو خواوو د افغانستان پر سياسي او اقتصادي اړخونو بحث وکړ او د پرمختګونو ستاينه يې وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې داسې يو چوکاټ رامنځته شو چې څه ډول امريکا او هندوستان د افغانستان حکومت سره خپلې مرستې همغږې کړي.
سرچینه وايي، د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د ګډو موخو لپاره به دا ډول غونډو ته ادامه ورکوي.
باید وویل شي، چې تېره مياشت هندوستان ته د سفر پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونـډې په څنډه کې د دغې درې اړخيزې غونډې د جوړېدو اعلان کړى و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین