۰
دانش د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته وویل:

ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او پلان کېږي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۶
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، چې د افغانانو پر ضد بې رحمانه ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او پلان کېږي.
ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او پلان کېږي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، چې د افغانانو پر ضد بې رحمانه ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او پلان کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش زیاته کړه، افغان حکومت په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له منځه یوسي خو پاکستان هیڅ اقدام نه دی کړی.
د ولسشمر د مرستیال په وینا طالبان او د حقاني شبکې غړي په پاکستان کې روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او تمویلېږي او وروسته افغانستان ته د بې ګناه خلکو د وژلو او بریدونو په موخه را استول کیږي.
هغه دا هم وویلو چې پاکستان دوه مخې پالیسي لري، د وسله والو ډلو تر منځ توپیر کوي، یو شمېر یې ښه او یو شمېر نور بد ګڼي.
باید وویل شي، چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي هم پاکستان په دوه مخې پالیسۍ تورن کړی او کانګرس ته یې په یوه وړاندې کړې طرح کې غوښتنه کړې، چې پاکستان د ترورېزم ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان له پاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د پاکستان له لوړ پوړو امنیتي چارواکو غوښتي، چې د وسله والو ډلو تر منځ توپیر ونه کړي او هغه وسله وال هم په نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت له پاره ګواښ دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین