۰
نوازشریف:

د افغانستان د ستونزو حل لاره خبرې اترې دي نه جګړه

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۸
د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف وايي، نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې یوازینۍ لار دا ده، چې افغان حکومت او افغان طالبان د سولې خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د ستونزو حل لاره خبرې اترې دي نه جګړه
د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف وايي، نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې یوازینۍ لار دا ده، چې افغان حکومت او افغان طالبان د سولې خبرې اترې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شریف دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د وینا پر مهال وکړې، او ویې ویل چې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې له ۱۵ کلونو وروسته، نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسېدلې، چې د ستونزو حل لاره خبرې اترې دي.
نوموړي یو ځل بیا یادونه وکړه، چې پاکستان له ډېر پخوا څخه وړاندیز کړی چې د افغانستان د جګړې او د افغانانو د ناورین د پای ته رسېدو تر ټولو ښه لار خبرې اترې دي.
هغه ویلي، چې د سولې پر خبرو اترو باور او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنو ته د ځواب ویلو پر اساس پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر د اسانولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.
نوازشریف ومنله چې په دې برخه کې ځینې ستونزې وې، خو په وینا یې دا دلیل کېدای نه شي چې د سولې له بهیره لاس واخیستل شي او پر پوځي حللارې اتکا وشي.
ده وویل، چې پوځي حل لاره په تېره یوه نیمه لسیزه کې ناکامه شوې او افغانستان ته یې ثبات نه دی راوړی.
د پاکستان صدراعظم وویل، پرمختګ هغه وخت یقیني کېدای شي چې افغان خواوې په خپله دې نتیجې ته ورسېږي چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او د پخلاینې لپاره خبرو اترو ته اړتیا ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین