۰

د کورنیو چارو وزیر وايي د کندوز وضعیت د ډاډ وړ نه دی

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۸
د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وايي، د کندوز امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دى، خو په وینا یې د امنیت د ټینګښت او وسله والو د ځپلو له پاره پراخ عملیات پیل شوي.
د کورنیو چارو وزیر وايي د کندوز وضعیت د ډاډ وړ نه دی
د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وايي، د کندوز امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دى، خو په وینا یې د امنیت د ټینګښت او وسله والو د ځپلو له پاره پراخ عملیات پیل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جاهد چې د یوه پلاوي سره د کندوز د امنیتي جاج اخستو په موخه دغه ولایت ته تللی ویلي پخوا د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي و، خو امنيتي ځواکونه د ځينو ګواښونو له امله نورو ولايتونو ته لېږل شوي، چې دغه کار د وسله والو طالبانو د نفوذ او فعاليت لامل شوى دى.
هغه زیاته کړې، چې که څه هم دا مهال د کندوز امنیت ښه نه دي، خو په خبره یې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو له منځه وړلو لپاره عمليات پيل شوي او په دې عملياتو کې به ډېرې سيمې پاکې شي.
ښاغلي جاهد په ورته وخت کې له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سیمو امنیت د ټينګښت په خاطر دې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او خپل اولادونه دې نه پرېږدي، چې د ترهګریزه او تخریبي اعمالو له باره د وسله والو مخالفینو سره یو ځای شي.
هغه یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې به ګڼې سیمې له وسله والو پاکې او دغه سیمې به باثباته شي.
جمهورآژانس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین