۰
د امریکا د کانګرس ځینې غړي:

پاکستان باید د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړای شي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۶
ځینو امریکايي سناتورانو د دغه هېواد له کانګرېس نه غوښتي، چې پاکستان د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لست کې شامل کړي.
پاکستان باید د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړای شي
ځینو امریکايي سناتورانو د دغه هېواد له کانګرېس نه غوښتي، چې پاکستان د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لست کې شامل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سناتورانو د کانګرېس اداري پلاوي ته په دې اړوند یوه طرحه وړاندې کړې او دا غوښتنه یې په کې کړې ده.
دغه طرحه د جمهوري پال ګوند دوو نفوذي غړو دانا روهرابکر او تد پو وړاندې کړې ده.
تد پو، چې په کانګریس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د جرګه ګۍ ريیس دی وايي، پر پاکستان باور نه شي کېدای ځکه چې په کلونو یې د امریکا د دښمنانو پالنه او ساتنه کړې ده.
نوموړي ویلي«هغه وخت راغلی چې پاکستان ته نور د خپلو خیانتونو په خاطر انعام ورنه کړو.»
باید وویل شي، چې د دې طرحې پر اساس د امریکا ولسمشر بارک اوباما باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې له ترهګرۍ سره د پاکستان د ملاتړ د تور په باب کانګریس ته راپور وړاندې کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین