۰

په ۲۴ ساعتونو کې به د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۲
ټاکل شوې، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
په ۲۴ ساعتونو کې به د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي
ټاکل شوې، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي حزب استازي سید نقیب الله هاشمي د افغانستان د سولې انسټېټیوټ په غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوې وه وکړه.
هاشمي چې د حزب اسلامي د سولې خبرو د پلاوي استازی دی، په دغه کنفرانس کې وویل، چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې توافق پاڼه نهايي شوې او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به لاسلیک شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه تړون لاسلیک د دې له پاره ۲۴ ساعتونو ته ځنډول شوی، چې په وینا یې د تړون لا پاره ځای او هغه کسان چې په کې ګډون کوي معلوم شي.
د سید نقیب الله هاشمي په وینا دوی په دغه تړون کې د خپل حزب له پاره هېڅ نه دي غوښتي، بلکې یوازې د خپل ولس او هېواد له پاره اسلامي نظام، اجتماعي عدالت او ملي حاکمیت غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم تاييد کړې، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ تړون لاسلیک شي.
د شورا د مشر د دفتر رئیس عبدالولي نعیمي ویلي، چې نن له غرمې وروسته به روښانه شي چې سبا له اسلامي حزب سره په کوم ځای کې او په څو بجو د سولې موافقه لاسلیک شي.
د هغه په وینا که تر سبا پورې کومه داسې جدي پېښه، چې د موافقې د لاسلیک وخت ته زیان ونرسوي، رامنځ ته نشي، نو له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین