۰
د سولې عالي شورا:

هېوادونه دې، د خپلو ګټو لپاره د نورو ګټې نه په نښه کوي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۶
د افغانستان د سولې عالي شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره دې د نورو ملي ګټې نه په نښه کوي.
هېوادونه دې، د خپلو ګټو لپاره د نورو ګټې نه په نښه کوي
د افغانستان د سولې عالي شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره دې د نورو ملي ګټې نه په نښه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د وسلې عالي شورا دغه غوښتنه پر هغه خبرپاڼه کې کړې، چې نن یې د سولې د نړیوالې ورځ په مناسبت خپره کړې ده.
خبرپاڼه وايي، سوله د بشري ټولنو د يوې اړينې اړتيا په توګه له فوق العاده اهميت څخه برخمنه ده او د ټولنو پرمختګ ورپورې تړلی دی.
په خبرپاڼ کې راغلي«سږ کال به د سولې نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ګڼو هېوادونو کې جګړه، تاوتريخوالى او د بې ګناه وګړو قتل و قتال تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلى، ناوړه او خطرناکې پايلې يې د دغو هېوادونو بې دفاع وګړي هره ورځ ګواښي، کډوالي، د کورونو ويجاړېدل او لسګونه نورې در په درۍ پر ورځنۍ چارې بدلې شوې دي.»
د سولې عالي شورا په دې خبرپاڼه کې له ټولو افغان وسله والو مخالفينو غوښتي چې د خپلې خاورې پر وړاندې د پرديو د لاس اله نه شي.
دوی یو ځل بیا پر افغان وسله والو مخالفینو غږی کړي، چې د ورور وژنې له جګړې لاس واخلي او د بين الافغاني خبرو له لارې يوې سياسي حل لارې ته ورسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین