۰
ملبین:

پاکستاني پوځیان دې هغه وسله وال هم په نښه کړي، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
پاکستاني پوځیان دې هغه وسله وال هم په نښه کړي، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي
په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز مایکل ملبین وايي، پاکستاني پوځیان دې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ټولې وسله والې ډلې په نښه کړي او د هغوی تر منځ د توپیر نه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملبین دغه څرګندونې په پاکستان کې د پاکستاني لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، ملبین اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف او د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، ملبین په دغه کتنو کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه، چې پاکستاني پوځیان دې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د عملیاتو پر مهال د وسله والو ډلو تر منځ توپیر نه کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د اورپايي ټولنې دغه استازي وویل، چې پاکستاني پوځیان دې هغه وسله وال هم په نښه کړي، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
دغه راز ملبین په ورته وخت کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتنې چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه شړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین