د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د ځانمرګو بریدونو د یوه طراح او یوه ځانمرګي برید کوونکي د نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه طراح او ځانمرګی بریدګر دواړه د حقاني شبکې اړوند دي.
خبرپاڼه وايي، حقاني شبکې پلان درلود چې د یوه ځانمرګي بریدګر اعجازالحق او د ځانمرګو بریدونو د طراح نصرت الله په مرسته او وسیله خوست ته د لوړ پوړو دولتي چارواکو د سفر پر مهال برید وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ملي امنیت منسوبینو د حقاني شبکې دغه پلان شنډ او یاد کسان یې ونیول.
په ورته وخت کې ملي امنیت وايي، په خوست کې یې د غلو هغه درې کسیزه ډله هم نېولې، چې په نظامي جامو کې به یې خلک او کورونه لوټل.
جمهورآژانس:کابل