سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې یو مشهور زیارت په بمونو الوځولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېشښه تېره شپه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د پاطخاب روغني په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د برکي برک ولسوال محمد رحیم امین وايي، د پیر شاه عبدالصمد زیارت وسله والو په بمونو الوځولی دی.
د ولسوال په خبره دغه زیات په سیمه کې ډېر مشهور و او ګڼ خلک به د دعا له پاره ورته راتلل.
نوموړی وايي، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د شاه خلوتي زيارت پر بمونو الوځول شوى و.
جمهورآژانس:کابل