۰

د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې اته وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې اته وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره ورځ رامنځ ته شوې، چې د سیمه ییزه چارواکو په خبره درې ساعته یې دوام درلود.
د قرباغ ولسوال سمیع الله شریفي وايي، په دې نښته کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، او یو تن د ملي امنیت له لوري ژوندی نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د ملي امنیت لوی ریاست هم د دې خبرپخلی کړی او ویلي يې دي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.
ملي امنیت زیاته کړې، چې یاد کسان د کابل په وروستي برید کې ښکېل وو.
چارواکي وايي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین