۰
مشرف:

پاکستان اړ و چې پر افغانستان د امریکا د برید لپاره زمینه برابره کړي

يکشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۹
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف ویلي پاکستان اړ و چې پر افغانستان د امریکا د برید لپاره زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي.
پاکستان اړ و چې پر افغانستان د امریکا د برید لپاره زمینه برابره کړي
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف ویلي پاکستان اړ و چې پر افغانستان د امریکا د برید لپاره زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مشرف ویلي په هغه وخت کې پاکستان له دې پرته بل انتخاب نه لیده، ځکه که پاکستان له امریکا سره مرسته نه وی کړې نو هند یاد کار ته تیار و.
هغه زیاته کړې ده، چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه د پاکستان لپاره اتلان و خو موږ اړ شوو چې د سپتمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا د ګټو لپاره پر افغانستان د برید ملاتړ وکړو.
د هغه په وینا دا چې د سپتمبر له پښې وروسته د نړۍ حالات بدل شول نو دوی هم اړ شول چې خپل اتلان وځپي، امریکايي ځواکونو ته اډې ورکړي او په ډيری برخو کې مرسته ورسره وکړي.
باید وویل شي، چې مشرف تر دې وړاندې هم یو ځل القاعده، طالبان او حقاني شبکه د پاکستان اتلان بللي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین