۰

وسله والو په فراه کې ۱۱ تنه مسافر برمته کړي

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې ۱۱ تنه مسافر له موټر نه ښکته او په نامعلوم لوري بېولي دي.
وسله والو په فراه کې ۱۱ تنه مسافر برمته کړي
د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې ۱۱ تنه مسافر له موټر نه ښکته او په نامعلوم لوري بېولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور رسنیو ته کړې او ویلي یې دي، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال شپږ بجې د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي ویلي دغه مسافر د میرویس نیکه تراسنپورټي شرکت اړوند ۳۰۳ موټر کې له کابل څخه فراه ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې د وسله والو مخالفینو له خوا برمته شوي او نامعلوم لور ته یې وړي دي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري هم د پېښې پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:فراه
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین