۰
ګل نبي احمدزی:

چا ته به اجازه ورنکړو، چې له وسلو سره واټونو ته راووځي

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۸
د کابل ګارنېزیون وایي، د شهید اوونۍ د نماځلو په پلمه به هېڅ چا او یا ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د موټرو له کتارونو او وسلو سره د ښار واټونو ته راووځي.
چا ته به اجازه ورنکړو، چې له وسلو سره واټونو ته راووځي
د کابل ګارنېزیون وایي، د شهید اوونۍ د نماځلو په پلمه به هېڅ چا او یا ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د موټرو له کتارونو او وسلو سره د ښار واټونو ته راووځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د ګارنېزیون عمومي قوماندان ډګر جنرال ګل نبي احمدزی زیاتوي، چې دغه ګام به د امنیتي ادارو د پرېکړې سره سم واخلي.
نوموړي ویلي، امنیتي ادارو پرېکړه کړې، چې په دغه ورځ به افغان ځواکونه هېچاته اجازه ور نه کړي، چې له وسلو سره واټونو ته راووځي او د خلکو پر مخ لارې وتړي.
ده خبرداری ورکړ، چې که دا ځل چا دغه ورځ د ناقانونه موټرو او وسلو په ګرځولو ونمانځله قانوني چلند به ورسره وشي.
د کابل ګارنیزیون مشر د شهیدانو اونۍ په ویاړ د کلکو تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړ او ډاډ یې څرګن کړ، چې په کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه نیول شوي دي.
د کابل ګارنېزیون دا خبردارۍ پر داسې مهال ورکوي، چې تېره ورځ د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر او د هغه ورور هم له لمانځوونکو وغوښتل، چې د دغه ورځې درناوی وکړي او په داسې کارونو لاس پورې نه کړي، چې د خلکو د ځورولو سبب شي.
باید وویل شي، د شهید د اوونۍ لومړی ورځ د جهادي قوماندان او ملي قهرمان احمد شاه مسعود له پنځلسم تلین سره برابره ده، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نماځل کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین