۰

ننګرهاریانو له حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۳
د ننګرهار ولایت یو شمېر قومي مشران او د ولایتي شورا غړیو مرکزي حکومت ګواښلی، چې که په ۱۵ ورځو کې د دغه ولایت والي لرې نه کړي نو دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي.
ننګرهاریانو له حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ
د ننګرهار ولایت یو شمېر قومي مشران او د ولایتي شورا غړیو مرکزي حکومت ګواښلی، چې که په ۱۵ ورځو کې د دغه ولایت والي لرې نه کړي نو دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مشرانو د ننګرهار اوسني والي سلیم خان کندوزي باندې کلکې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دغه والي کاري وړتیا نه لري.
دوی پر حکومت غږ کړي، چې والي له دندې لرې او په نورو ادارو کې دې هم بدلونونه راولي.
یو تن قومي مشر ملک عثمان په دې ناسته کې په شینوارو کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو په جګړه کې د ننګرهار والي سلیم کندوزی په معاملو تورن کړ او له دغو سیمو د امنیتي ځواکونو بېرته راوېستل یوه لوبه وبلله.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي جاوېد زمان د ننګرهار والي په غلا، د ځمکو پر غصب او فساد تورن کړ.
نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه، چې له ولسونو سره له مشورې پرته یې سلیم کندوزی ورلېږلی دی.
هغه وویل« که حکومت سلیم کندوزی، چې غل او فاسد انسان دی، له دندې لرې نه کړي؛ نو ولسونه به په خپله د ولایت دروازه وتړي»
دغه راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند په خپلو خبرو کې د ملي یووالي حکومت ته پنځلس ورځې وخت وټاکه، چې والي، سلیم خان کندوزی له دندې لرې کړي، کنه ننګرهاریان به له حکومت سره بشپړ پرېکون وکړي.
جمهورآژانس:ننګرهار
.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین