۰
صدیقي:

پاکستاني پوځیان د داعش او طالب تر نامه لاندې افغانستان کې فعالیت کوي

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني پوځيان د طالبانو او داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي چې نور نو افغانانو ته د زغملو نه دي.
پاکستاني پوځیان د داعش او طالب تر نامه لاندې افغانستان کې فعالیت کوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني پوځيان د طالبانو او داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي چې نور نو افغانانو ته د زغملو نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي ویلي د ټولو جګړمارو ډلو د زږېدو ځای پاکستان دی هلته روزل کېږي، تجهیز کېږي او وروسته افغانستان ته لېږل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې دا مهال افغان ځواکونه په اولسو ولایتونو کې له ۱۰ بېلو وسله والو ډلو سره پر جګړه بوخت دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا ډلې پاکستان په خپله جوړې کړې دي چې ډېری یې پاکستاني پوځیان دي او په بېلو نومونو د افغان پوځيانو پر وړاندې جنګېږي.
نوموړي د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې په جاني خیلو کې روانه جګړه د پاکستان جګړه ده او تر ډیره پکې ښکېل خلک پاکستاني پوځيان دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې نور دې د پاکستان د دغو فعالیتونو مخه ونیسي او پر پاکستان دې فشار راوړي چې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین