۰
کرزی:

د افغانستان دښمنان نه شي کولای په ورته بریدونو خپلو موخو ته ورسېږي

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان دښمنان نه شي کولای په ورته بریدونو د دغه ملت اصلي دوستان له دوی نه بېل کړي.
د افغانستان دښمنان نه شي کولای په ورته بریدونو خپلو موخو ته ورسېږي
مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان دښمنان نه شي کولای په ورته بریدونو د دغه ملت اصلي دوستان له دوی نه بېل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په پلازمېنه کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې کړط او دغه بریدونه یې غندلي دي.
ښاغلي کرزي ویلي، د افغانستان بدخواهان او دښمنان نه غواړي، چې افغانان په خوښیو او سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
د کرزي په وینا د افغانستان دښمنانو د خپلو شومو او ناړوه موخه د تعقیب په خاطر افغان وژنې ته په بېلا بېلو نومونو ادامه ورکوي.
خو زیاتوي، چې افغانان به هېڅ وخت ماته و نه مني او د افغانستان دښمنان نه شي کولی د دغه ملت اصلي دوستان په ورته بریدونو له دوی بېل کړي.
نوموړي په ښکاره توګه نه دي ویلي چې پاملرنه موسیسه برید چا کړی، خو پر دښمن یې غږ کړی چې نور دې له خپلو ورته اعمالو لاس واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین