۰

د پکتیکا اومنې ولسوالۍ طالبانو ونیوله

يکشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
رپوټونه د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ولکه کړې ده.
د پکتیکا اومنې ولسوالۍ طالبانو ونیوله
رپوټونه د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ولکه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، طالبانو له پنځو ورځو سختو جګړو څخه وروسته وکولای شول چې یاده ولسوالي ونیسي.
د اومنې ولسوالۍ امنیتي سرچینو پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې ولسوالي له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا کلابنده وه.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې د اردو ځواکونه او ځانګړې قطعه د دې ولسوالۍ د ناوې تر سيمې راغلل خو نور مخکې نه شول تللى، بيا يې نورو ځواکونو ته امر وکړ چې هغوی تاکتيکي شا تګ وکړي.
په ورته وخت کې د ولايتي شورا د تېرو ټاکنو نوماند او د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي باور خان هم دغه آژانس ته ویلي، چې ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نيولې ده.
نوموړي ویلي، چې ټول سرتېري وتلي او اوسمهال هر څه د طالبانو په لاس کې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنیو ته ويلي، تېره شپه طالبانو د اومنې ولسوالۍ په ټوليزه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
خو مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین