۰

په یوه ترافیکي پېښه کې ۳۴تنه و وژل شول

يکشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۵
چارواکي وایي، د کابل – کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې د دوه موټرو د ټکر له امله ۵۵تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په یوه ترافیکي پېښه کې ۳۴تنه و وژل شول
چارواکي وایي، د کابل – کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې د دوه موټرو د ټکر له امله ۵۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار وختي د کابل- کندهار پر لویه لار د یوه ۳۰۳ او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
د زابل والي بسم الله افغان مل وایي، په دغه پېښه کې ۳۳ تنه مسافر وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د دغه ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړې، چې په ياده سيمه کې د ٣٠٣ موټر او ټېلر ټکر کړی، چې له امله يې دواړه موټرو اور اخيستى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ٣٤ کسان مړه او ٢١ نور ټپیان شوي چې ١٦ ټپیان د کلات او پنځه نور د کندهار ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
فراهي وويل چې ٣٠٣ موټر د ميوند بس شرکت اړوند او له کندهاره کابل ته پر لاره و چې د لارې د خرابوالي او د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له یادې پېښې سره مخ شو. د امنيت امر وايي چې د دې پېښې ٩٠ سلنه قربانيان سوځېدلي او د هويت تثبيت يې ګران دى، خو کېداى شي چې په کې ښځې او ماشومان هم وي. ده زياته کړه چې د ډېرو ټپيانو وضعيت خراب دى او کېداى شي د يادې پېښې د تلفاتو شمېر زيات شي.
خو ځینې عیني شاهدان وایي، د وژل شویو کسانو شمېر نېږدې ۴۰ تنو ته رسېږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په یاده لار خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
عام خلک او د لویو لارو مسافر که څه هم په دې برخه کې له حکومت څخه شکایت کوي، چې له موټر چلوونکو او شرکتونو سره قانوني چلند نه کوي، له بلې خوا د لویو مسافر بري موټرو ځینې شرکتونه هم ګرم ګڼي او وايي، ځینې داسې موټر چلوونکي یې نیولي، چې نشه کوي.
کندهار پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.  
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین