۰
ساکي:

پاکستان کې مېشته حقاني ډله او نور ترهګر د سیمې لپاره خطرناکې دي

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۲
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي حقاني ډله او په پاکستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي.
پاکستان کې مېشته حقاني ډله او نور ترهګر د سیمې لپاره خطرناکې دي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي حقاني ډله او په پاکستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ‌څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوې وياندې جن ساکي په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
نوموړې ویلي، چې راتلونکې مياشت به په نيويارک کې د افغانستان، امريکا او هندوستان تر منځ په درې اړخيزه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې او د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې وشي.
نوموړې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د پاکستان په اړه د امريکا د دفاع وزير او د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ اختلافات شته دي.
ساکي ويلي چې د حقاني ډله او په پاکستان کې مېشتې نورې ترهګرې ډلې اوس هم د سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي او دوى دغه خطر درک کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین