۰

د څرخ ولسوالۍ ډلیز برید د شپږو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۹
د لوګر چارواکي وايي، د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ د وسله والو ډلیز ځانمرګی برید د شپږو بریدګرو او یوه امنیتي سرتېري په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د څرخ ولسوالۍ ډلیز برید د شپږو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد
د لوګر چارواکي وايي، د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ د وسله والو ډلیز ځانمرګی برید د شپږو بریدګرو او یوه امنیتي سرتېري په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ ډلیز برید وکړ.
چارواکي زیاتوي، چې وسله والو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر د ولسوالۍ له ودانۍ سره وجنګولو او وروسته نورو بریدګرو ولسوالۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي، وايي جګړې څو ساعته دوام وکړ، خو امنیتي ځواکونو وسله وال پرېنښودل چې ودانۍ ته د ننه او زیات ورانی وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې شپږ بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي، خو دا یې ونه ویل چې ټپیان شوي وسله وال نیول شوي او که په تېښته بریالي شوي دي.
والي وویل چې په دغه برید کې یوازې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغه برید کې یې د څرخ امنیه قوماندان او ګڼ سرتېري وژلي خو چارواکو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین