۰

اروزګان کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو مخالفینو په برید کې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو مخالفینو په برید کې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرګ ژوبله د اروزګان په دهراود او چورې ولسوالۍ کې نن رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري وايي، طالبانو د دهراوود ولسوالۍ د شينغولې پر دوو پوستو بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ځوابي بريدونو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه. بروزګان کې د جګړو له کبله نهو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ورته وخت په چورې ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو په يو بريد کې يو پوليس وژل شوى دى.
د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان غازي الله وايي، دغه پوليس د خپلې پوستې پر لور روان و چې د طالبانو له خوا ووژل شو او د هغه وسله يې هم له ځان سره وړې ده.
طالب ویاند قاري يوسف احمدي وايي د دهراوود په بريدونو کې يې اوه پوليس وژلي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس
اورزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین