۰

تر اوسه ۱۷۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

سه شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل څخه د همدې کال د اګسټ تر ۲۰ نټې پورې په ټولیز ډول ۱۷۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
تر اوسه ۱۷۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل څخه د همدې کال د اګسټ تر ۲۰ نټې پورې په ټولیز ډول ۱۷۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکي زیاتوي، چې په دې وروستیو کې دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شوې او ورځ تر بلې د کډوالو راستېدل په بې سارې توګه ډېرېږي.
د دغه وزرات سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان له پاکستانه راستنېږي چې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.
نوموړي ویلي، چې د ۲۰۱۶ کال له پیله د اګست تر ۲۰ مې پورې په ټولیز ډول له ۱۷۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت سلاکار وايي تمه شته چې د ستنېدونکو دا بهیر لا نور ګړندی او د کال تر پایه زرګونه نورې کورنۍ وطن ته ستنې شي.
باید وویل شي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ وروسته له هغې ګړندۍ شوه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خړې پړې شوې او پر همدې اساس پاکستان هلته په مېشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړه.
پاکستاني ځواکونو د افغان کډوالو په نیولو، ځورولو او ان د کورونو او هټیو په زرو نړولو لړۍ پیل کړه، چې ورسره سم افغان کډوال هم مجبور شول، چې خپل هېواد ته راستانه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین