۰
ملي دفاع وزارت:

په سر پل کې شپږ پاکستاني جنرالان وژل شوي دي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په سرپل ولایت لسګونه وسله وال مخالفین وژلي، چې شپږ تنه پاکستاني جنرالان هم په کې شامل دي.
په سر پل کې شپږ پاکستاني جنرالان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په سرپل ولایت لسګونه وسله وال مخالفین وژلي، چې شپږ تنه پاکستاني جنرالان هم په کې شامل دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسله وال په سانچارک کې د نوید ۱۵ په نامه عملیات کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۱۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي چې په دې ډله کې شپږ تنه پاکستاني جنرالان هم شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې پر یادو شپږ جنرالانو سربېره د وسله والو طالبانو مشهور قومندانان مولوي بصیر احمد، چې په سر پل کې د طالبانو مالي او اداري مسوول و هم وژل شوی دی.
خبرپانه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۳ نظامي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي او په دې لړ کې د یادې ولسوالۍ لارې خلاصې شوې دي.
تر اوسه وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین