۰

ننګرهار کې تښتول شوې استرالیایۍ مېرمن خوشې شوې ده

دوشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۹
استرالیايي چارواکي وايي، هغه استرالیايي مېرمن چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه، خوشې شوې ده.
ننګرهار کې تښتول شوې استرالیایۍ مېرمن خوشې شوې ده
استرالیايي چارواکي وايي، هغه استرالیايي مېرمن چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه، خوشې شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر جولي بېشاپ نن د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
جولي بېشاپ له افغان ځواکونو مننه کړې چې د جین ویلسون په ژغورلو کې یې مرسته کړې ده.
نوموړي دا نه دي ویلي چې نوموړې څه ډول خوشې شوې خو په وینا یې دا ډول ګواښونه به له افغانستان سره د دوی په مرستو کوم اغیز و نه کړي.
باید وویل شي، جین ویلسون استرالیایۍ تبعه په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار کاوه چې څلور میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شوه.
جمهورآژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین