۰

ملي امنیت ننګرهار کې ۸ تنه داعشیان او طالبان نیولي

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۶
د ملي امنیت ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ تنه داعشیان او طالبان نیولي دي.
ملي امنیت ننګرهار کې ۸ تنه داعشیان او طالبان نیولي
د ملي امنیت ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ تنه داعشیان او طالبان نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د جلال آباد ښار اړوند دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت منسوبینو له خوا نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو کسانو کې د داعش یو قومندان عبدالرحمن هم شامل دی چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته يې جنګیالي لېږدول.
سرچینه زیاتوي، چې له نوموړي سره درې کسه نور هم نېول شوي دي.
په ورته وخت کې ملي امنیت وايي، د امین الحق په نامه یو بل طالب قومندان له درېیو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امین الحق په وژنو، ماین خښولو او د قومي مخورو په ترور کې يې لاس درلود.
داعش او طالب ډلو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین