۰

د جوزجان له پاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۲
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت له پاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي د افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د جوزجان له پاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت له پاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي د افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الل ترکستاني ویلي، وسله والو تېره ورځ پر جنګل اریغ کلي له څلورو خواو بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له برید سره سم د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې یو هم د جوزجان له پاره د طالبانو نومول شوی والي هم شامل دی، خو د هغو د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
بل خوا طالبان په دې سیمه کې نښته مني او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په برید کې یې دوه پوستې او درې تنه ولسي پاڅون کوونکي ژوندي نیولي.
خو امنیتي چارواکي د طالبانو دغه ادعا نه مني او وايي وسله وال طالبان له سیمې د تېښتې په حال کې دي.
جمهورآژانس:جوزجان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین