۰

ننګرهار کې چاودنې درې ورزشکاران ټپیان کړل

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې درې تنه ورزشکاران ټپیان شول.
ننګرهار کې چاودنې درې ورزشکاران ټپیان کړل
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې درې تنه ورزشکاران ټپیان شول.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د بهسودو پلته ته څېرمه د شهید عبدالحق پارک سره شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ورزشکاران ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین