۰
کابل کې د چین سفیر:

افغانان به له شته ستونزو بریالي راوځي

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
په افغانستان کې د چین سفیر یوجینګ وايي، افغانان به له شته ستونزو بریالي راوځي او چین به د یوه ګاونډه هېواد په توګه د دوی تر څنګ ولاړ وي.
افغانان به له شته ستونزو بریالي راوځي
په افغانستان کې د چین سفیر یوجینګ وايي، افغانان به له شته ستونزو بریالي راوځي او چین به د یوه ګاونډه هېواد په توګه د دوی تر څنګ ولاړ وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یوجینګ دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې وکړې او ویې ویل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د چین د مرستو په لړ کې نن ۲۵۰ افغان محصلین چین ته د زده کړو په موخه استول کېږي.
هغه هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانان به له شته ستونزو بریالي راوځي او چین به د یوه ګاونډه هېواد په توګه د دوی تر څنګ ولاړ وي.
باید وویل شي، چې چین له افغانستان سره اوږدې تاریخې اړیکې لري او په بېلو برخو کې یې له افغان حکومت سره مرستې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د افغانستان او چین تر منځ د رېل لومړنۍ پټلۍ پرانیستل شوه او ټاکل شوې چې له همدې لارې د افغانستان او چین تر منځ سوداګري و غوړېږي.
جمهورآژانس:کابل
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین