۰

کندهار کې څلور ماشومان ټپیان شوي دي

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۶
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوه توغنديي برید له امله د یوې کورنۍ څلور تنه ماشومان ټپیان شوي دي.
کندهار کې څلور ماشومان ټپیان شوي دي
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوه توغنديي برید له امله د یوې کورنۍ څلور تنه ماشومان ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د چینار په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، توغندي د وسله والو مخالفینو له لوري توغول شوی چې په یاده کلي کې په یوه کور لګېدلې دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې برید کې درې نجونې و یو هلک ټپیان شوي، چې عمرونه یې له اتو تر ۱۲ کلونو پورې دي.
خو د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین