۰

امریکا، افغان ځواکونو ته ۴ نورې جنګي چورلکې وسپارلې

شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۲
د امریکا پوځي چارواکي وايي، د افغانستان هوايي ځواک ته یې د ام ډي ۵۳۰ جنګي چورلکو وروستۍ څلور وسپارلې.
امریکا، افغان ځواکونو ته ۴ نورې جنګي چورلکې وسپارلې
د امریکا پوځي چارواکي وايي، د افغانستان هوايي ځواک ته یې د ام ډي ۵۳۰ جنګي چورلکو وروستۍ څلور وسپارلې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله زیاتوي، چې دغه چورلکې د کلیفورنیا ایالت د ترافیس له هوايي اډې څخه کابل ته ورسول شوې.
راپور وايي، دا چورلکې د هغو پنځو نورو چورلکو په شان چې په جولای میاشت کې افغانستان ته سپارل شوې وې، د راکټ او ماشنیګن د کارولو وړتیا لري.
رسنیو د امریکا د هوايي ځواک د قطعې قوماندان جګړن بیل اشرفورد له قوله ویلي، چې د افغانستان هوايي ځواک ته د مخکینیو دیارلس (MD-۳۵۰) ورکړل شویو چورلکو په پرتله نوې څلور چورلکې پرمختللې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین