۰

پاکستان افغان محصلانو ته ۲ زره سکالرشیپونه اعلان کړل

شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۹
د پاکستان د دولت او سرحدي سیمو وزیر وايي، ۲ زره نویو افغان محصلانو ته به د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په مختلفو څانګو کې د زده کړو سکالرشیپونه ورکړای شي.
پاکستان افغان محصلانو ته ۲ زره سکالرشیپونه اعلان کړل
د پاکستان د دولت او سرحدي سیمو وزیر وايي، ۲ زره نویو افغان محصلانو ته به د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په مختلفو څانګو کې د زده کړو سکالرشیپونه ورکړای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډیلي ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ناوخته په خپله ویبپاڼه کې راپور ورکړی او د پاکستان د سرحدی سیمو د وزیر له قوله یې دا هم ویلي چې پاکستان به ټولو محصلانو ته د زده کړو تر پای ته رسېدو پوري وېزې تمدید کړي.
د دې تر څنګ هغه زیاته کړې چې ټولو هغو ټولو افغان مېرمنو ته به د پاکستان تابعیت ورکړای شي چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي او هغو افغان مهاجرو ته به شرایط اسانه کړای شي چې په پاکستان کې جایداد یا کارو بار لري.
دا په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې سړې شوي او تازه په تازه افغان حکومت په کابل کې پر افغان امریکایي پوهنتون د برید په اړه ویلي، چې دغه برید په پاکستان کې پلان او له همغه ځایه رهبري کېده.
خو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، دوی به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین