۰
حربیار مري:

د لوستو پښتنو او بلوڅو وژنه د پاکستان موخه ده

شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
د بلوچستان د ازادۍ غوښتو یو مشر حربیار مري وایي، په کابل او کوېټه کې له بریدونو څخه د پاکستان موخه دا ده، چې د پښتنو او بلوچانو لوستي شخصیتونه و وژني.
د لوستو پښتنو او بلوڅو وژنه د پاکستان موخه ده
د بلوچستان د ازادۍ غوښتو یو مشر حربیار مري وایي، په کابل او کوېټه کې له بریدونو څخه د پاکستان موخه دا ده، چې د پښتنو او بلوچانو لوستي شخصیتونه و وژني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حربیار مري دغه څرګندونې په لندن کې له همګام نیوز سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چېپه کابل کې پر افغان – امریکايي پوهنتون او په کوېټه کې پر ملکي روغتون له بریدونو ښکاري، چې پاکستان غواړي پښتانه او بلوڅ لوستي اشخاص له منځه یوسي.
د هغه په وینا پاکستان د خپلو پراکسي ترهګرو ډلو په لاس د پښتون او بلوچ قوم پوهان وژني او غواړي چې په دې توګه ټولنیز سیستمونه دړې وړې کړي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام دا هم ویلي، چې هندوستان، افغانستان
هغه د خپلو خبرو پر دوام دا هم ویلي، چې هندوستان، افغانستان او بلوچستان درې واړه په داسې یوه سیمه کې پراته دي چې د ترهګرو له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.
او بلوچستان درې واړه په داسې یوه سیمه کې پراته دي چې د ترهګرو له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.
باید وویل شي، چې په کابل کې پر افغان امریکایي پوهنتون د تېرې پنشنبې په شپه ډلیز وسله وال ځانمرګی برید وشو، چې په کې د یوه استاد په ګډون ۱۶ تنه و وژل شول چې ډېری یې محصلین و او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.
افغان حکومت و ویل چې دغه برید په پاکستان کې پلان شوی و، او له هغه ځایه رهبري کېده خو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې د افغانستان پر ضد کار واخیستل شي.
نوموړي ویلي، د موبایل شمیرو په اړه د هغوی څېړنې ښيي، چې دا شمیرې د افغانستان مخابراتي شبکو اړوند دي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو کې فعالیت کولای شي.
خو د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندو په غبرګون کې ویلي، چې د ټیلیفون له شمیرو پرته نور کافي اسناد هم په واک کې لري او څرګندوي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین