۰

اروزګان کې څلور پولیس د خپلو ملګرو له خوا وژ شوي

شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې څلور تنه پولیس د خپلو ملګرو دریو تنو ملګرو له خوا وژل شوي دي.
اروزګان کې څلور پولیس د خپلو ملګرو له خوا وژ شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې څلور تنه پولیس د خپلو ملګرو دریو تنو ملګرو له خوا وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د ککرک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دې ولایت د امنیه قوماندانې د امنیت امر سمونیار عبدالقوی عمري وايي، د ککرک په سیمه کې څلور پولیس دخپلو دریو ملګرو لخوا ووژل ښوي او برید ګر له سیمې څخه تښتیدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر پیښی وروسته د نوموړي په ګډون نور امنیتې سرتیرې د پیښی سیمې ته ولاړل او هلته د نورو طالبانو سره په جګړه بوخت شول.
د امنیت د امر په خبر په دغه دغې نښتي دوه ساعته دوام وکړ او په سیمه کی د طالبانو موترسایکلان او نور توکې پاتي شوي او پخپله تښتیدلی دي.
د هغه په وینا، بریدګرو د وژل سویو پولیسو وسلی هم له ځانه سره وړي او په وژل سویو پولیسو کې یو داروزګان او دری نور د کندهار اوسیدونکی وو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې به اروزګان کې داډول پيښې ډیرې رامنځته شوې دي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین