د کابل امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، پر افغان امریکايي پوهنتون په ډلیز وسله وال ځانمرګي برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېری یې محصلین دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پلازمېنه کابل کې پر افغان امریکایي پوهنتون دغه دلیز برید تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې پیل شو.
لومړی يوه ځانمرګي بريد ګر د پوهنتون له دېوال سره چاودنه وکړه او وروسته نور وسله وال د پوهنتون ودانۍ ته دننه شول.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي،
نوموړی وایي، په دغه لس ساعته جګړه کې د اوو محصلينو په ګډون ١٣ تنه وژل شول او ۹ نور ټپیان شوي دي.
تر چاودنې وروسته دوه تنه نور بريدګر پوهنتون ته ننوتل اوله امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.
نوموړی وایي، په دغه لس ساعته جګړه کې د اوو محصلينو په ګډون ١٣ تنه وژل شول او ۹ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه يې پوليس او دوه يې د پوهنتون ساتونکي دي او په ټپیانو کې دېری محصلین دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې د نابينايانو د لېسې يو ساتونکى او دوه مېرمنې هم شاملې دي او ډېرى محصلين د ښيښو د ماتېدو له امله ټپي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت ددغه پوهنتون دوه بهرني استادان هم د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي دي.
تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
جمهورآژانس:کابل