۱
الطاف حسین:

پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور، عذاب او د ترهګرۍ مرکز دی

سه شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۷
د پاکستان متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) ګوند مشر الطاف حسین پاکستان وايي، پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور،‌ د ټولې دنیا له پاره یو عذاب او د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.‌
پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور، عذاب او د ترهګرۍ مرکز دی
د پاکستان متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) ګوند مشر الطاف حسین پاکستان وايي، پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور،‌ د ټولې دنیا له پاره یو عذاب او د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.‌
د جمهور آژانس د خبر له مخې الطاف حسین دغه حرګندونې تېره ورځ د یوې ویډیوي وینا له لارې په کراچۍ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وکړې.‌
نوموړي وویل چې پاکستان زنده باد نه بلکه پاکستان مرده باد.‌
ځکه په وینا یې پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی.‌ پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.‌
د اېم کیو اېم ګوند مشر د پاکستان په پوځ او رینجر ځواکونو لعنت و ویل چې په ونیا یې د دوی د ګوندي غړي تښتوي او وژني.‌
باید وویل شيو چې تېره ورځ د اېم کیو اېم ګوند پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د دغه ګوند د پلویانو د تښتولو، وهلو، او وژلو او د پاکستاني رسنیو له خوا د دغو پېښو د نه پوښښ پر ضد یوه احتجاجي ناسته کړې وه.
دغه غونده وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د ګوند مشرغونډې ته وینا وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین