۰

امريکا د افغان سولې په اړه د (OIC) هڅو ته هيله مندي ښودلې

سه شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۲
متحده ایالات وايي د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان یا (OIC) هلو ځلو ته هيله من دي.
امريکا د افغان سولې په اړه د (OIC) هڅو ته هيله مندي ښودلې
متحده ایالات وايي د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان یا (OIC) هلو ځلو ته هيله من دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ویلي، دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هلو ځلو هرکلى کوي.
دغه ویاند زیاته کړې، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې له تاوتريخوالي لاس واخلي، له نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
سرچینه ویلي، چې په همدې موخه د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان هلو ځلو ته هيله من دي.
باید وویل شي، چې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې د سعودي عربستان په مکې او مدينې ښارونو کې د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه نړيوال کنفرانس جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې وسله والو طالبانو په دغه کنفرانس کې ګډون رد کړی او دا کنفرانس یې یوه استخباراتي دسیسه بللې ده.
د پاکستان اکسپرس ترېبیون ورځپانې وړمه ورځ په خپل راپور کې د طالبانو له قوله ویلي و، چې دغه ډلې له ټولو دیني عالمانو غوښتي، چې په دغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین