چارواکي وايي وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې ۱۳ پوليس تر نيولو وروسته بېرته خوشې کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري وايي، د تېرې جمعې په ورځ د خان اباد ولسوالۍ د لویې لارې د يوې امنيتي پوستې ۱۴ پوليس د طالبانو تر سختې کلابندې وروسته طالبانو ته تسليم شول دغه پولیسو.
د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا نیولو شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو له پوليس ۱۳ تېر مازديګر د سپين ږيرو او مخورو په منځګړيتوب خوشې کړي خو یو تن لا هم ورسره بندي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندوز